Ephesians 4:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ د خپلو سوچونو په تيارو کښې ډوب شوى دى او کوم ژوند چې خُدائ پاک ورکوى نو د جاهليت او د هغوئ د زړونو د سختوالى په وجه هغوئ د هغې نه لرې شوى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی د خپلو خیالونو په تیارو کې ډوب دي. هغوی د هغه ژوند نه چې خدای یې ورکوي، بې برخې شوي دي، ځکه چې هغوی جاهلان او زړونه یې سخت دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ هغوئ په عقل پړدے پرتے دى، اَؤ دَ هغه ناپوهئ په سبب چه دوئ ئے لرى اَؤ دَ خپلو زړُونو دَ سختئ له کبله دَ خُدائے دَ ژوندُون نه بهر دى.