Galatians 2:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغه راغلو نو هغۀ د غېريهوديانو ايماندارانو سره خوړل څښل، خو وروستو کله چې د يعقوب ملګرى راغلۀ نو هغۀ نور د غېريهوديانو سره خوړل څښل پرېښودل. ځکه چې هغه د هغه خلقو نه يرېدو چا چې د غېريهوديانو سنتېدل غوښتل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه مخکې له دې چې ځینې کسان چې د یعقوب له خوا رالېږل شوي وو هلته راورسیږي، پطروس د غیریهودیانو ایماندارانو سره په یو دسترخوان باندې کښېناست، خو د هغوی په رسېدلو سره هغه نور د غیریهودیانو سره خوړل څښل پرېښودل. پطروس خپل ځان له هغوی څخه بېل کړ، ځکه هغه د هغو خلکو څخه وېرېده چې د غیریهودیانو سنتول یې غوښتل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ يعقُوب له طرف نه دَ يو څو سړو دَ راتلو نه وړُومبے هغۀ دَ غيرو يهُوديانو ورُوڼو سره ډوډئ خوړه، خو چه هغوئ راغلل نو په ډډه شو ځکه چه له هغوئ نه ويريدو څوک چه غواړى چه غير يهُوديان وروڼه هم سُنت شى.