Galatians 2:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو اوس مونږ په دې پوهيږو چې څوک هم د شريعت په عملونو نه، بلکې صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادق کيږى. او مونږ په خپله په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو د دې دپاره چې مونږ په مسيح په ايمان راوړلو سره صادق شُو، نه چې د شريعت په عملونو، ځکه چې د شريعت په عملونو څوک هم صادق کېدے نۀ شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو مونږ پوهېږو چې هېڅوک د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره نه، بلکې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره نېک ګڼل کیږي. مونږ په خپله هم په عیسی مسیح باندې ایمان راوړ، ترڅو په مسیح باندې په ایمان راوړلو سره نېک وګڼل شو، نه د شریعت په سرته رسولو سره. ځکه چې هېڅوک نه شي کولای د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره نېک وګڼل شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو بيا هم په دے پوهيږُو چه سړے دَ شريعت په عملُونو نه، بلکه صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادِق کيږى، نو په خپله مو هم په عيسىٰ مسيح ايمان راؤړو دَ دے دَ پاره چه مُونږ په مسيح باندے په ايمان راوړلو صادِق شُو، نۀ چه دَ شريعت په عملُونو، ځکه چه دَ شريعت په عملُونو يو سړے هم صادِق کيدے نۀ شى.