Galatians 2:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو کۀ په مسيح باندې د ايمان ساتلو په وجه هغه مونږ د خُدائ پاک سره صادقان کړى، او کۀ په دې مونږ ګناه ګار ګڼلے شُو چې ګنې مونږ شريعت پرېښودو، نو ولې د دې مطلب دا شو چې ګنې مسيح مونږ ته د ګناه دعوت راکړو؟ نه هيڅکله نه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې مونږ هڅه کوو چې په مسیح باندې د ایمان راوړلو په وسیله نېک وګڼل شو، خو په دې ګناهکاران ګڼل کېږو چې شریعت مو پریښی دی، نو ایا د دې معنی دا شوه چې مسیح زمونږ د ګناه سبب شو؟ هېڅکله نه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ مُونږ څوک چه دَ مسيح په وسيله صادِق کيدل غواړُو، که په خپله ګُناه ګار شُو نو آيا دَ دے سبب مو مسيح دے؟ هيڅ کله نه!