Galatians 2:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه د مسیح سره په صلیب شوم، نو زه نور ژوندی نه یم، بلکې مسیح په ما کې اوسیږي. اوس چې زه کوم ژوند تېروم، هغه د خدای په زوی باندې د ایمان لرلو په وسیله دی چې زما سره یې مینه وکړه او خپل ژوند یې زما دپاره له لاسه ورکړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ دَ مسيح سره په سولئ شوے يم اَؤ اوس زَۀ ژوندے نۀ يم بلکه مسيح په ما کښے ژوندے دے. اَؤ زَۀ چه اوس کُوم ژوندُون لرم نو دَ خُدائے په زوئے په ايمان راوړلو کښے ئے تيروم چا چه زما سره مينه کړے ده اَؤ خپل ځان ئے زما دَ خاطره ورکړو.