Galatians 2:9 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېريهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې یعقوب، پطروس او یوحنا چې د کلیسا مشران ګڼل کېدل، د خدای هغه فضل ولیده چې ماته راکړل شوی ؤ، نو هغوی برناباس او ماته د ملګرتیا لاس راکړ. په دې سره جوړ راغلو چې مونږ به په غیریهودیانو کې او هغوی به د یهودیانو په منځ کې کار کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هر کله چه هغوئ دا توفيق معلُوم کړو کُوم چه ما ته راکړے شوے وو نو يعقُوب اَؤ پطروس اَؤ يوحنا څوک چه دَ جماعت غړى ګڼلے شول، ما ته اَؤ برنبا ته خپل ښئ لاس راکړو اَؤ ځان سره ئے شريک کړُو، دَ دے دَ پاره چه مُونږ غيرو قومُونو ته لاړ شُو اَؤ هغوئ يهُوديانو ته.