Galatians 3:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو مسیح مونږ د هغه لعنت نه ازاد کړو چې د شریعت څخه راپیدا کیږي. کله چې هغه په صلیب ځوړند شو، نو زمونږ د ګناهونو لعنت یې په خپل ځان واخیست. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «هرڅوک چې په ونه کې ځوړند کړای شي هغه لعنتي دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مسيح مُونږ په بيعه واخستُو اَؤ دَ شريعت دَ لعنت نه ئے راخلاص کړلُو ځکه چه هغه زمُونږ دَ پاره لعنتى شو، ځکه چه په صحيفه کښے ليکلى دى چه ”څوک چه په لرګى ځوړند کړے شو هغه لعنتى دے.“