Galatians 3:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زما مقصد دا دے، کوم شريعت چې څلور سوه دېرش کاله وروستو راغلو، دا هغه تړون نۀ ماتوى کوم چې خُدائ پاک د پخوا نه مقرر کړے وو او نۀ د هغۀ وعده ماتوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زما مقصد دا دی: هغه شریعت چې څلور سوه او دېرش کاله وروسته راغی، نه شي کولای هغه لوظ باطل کړي چې خدای د ابراهیم سره کړی ؤ او نه د هغه وعده ماتولی شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما مطلب دا دے چه دَ کُومے وعدے چه خُدائے تصديق کړے وو، هغه څلور سوه اَؤ ديرش کاله پس شريعت منسُوخ کولے نۀ شى په دے خيال چه هغه وعده بے فائدے وګڼى.