Galatians 3:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او په صحيفو کښې د مخکښې نه ليکلے شوى وُو چې خُدائ پاک به ټول قومونه په ايمان صادق کړى، نو د اول نه يې اِبراهيم ته دا زيرے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”ستا په وسيله به ټولو قومونو ته برکت ورکړم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
لکه څنګه چې د خدای په کلام کې پېشګویي شوې ده چې خدای به غیریهودیان د ایمان په وسیله نېک وګڼي. هغه ډېر پخوا ابراهیم ته دا زېری ورکړی ؤ او ویلي یې وو: «ستا په وسیله به ټولو قومونو ته برکت ورکړل شي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ کتاب مُقدس دَ دے نه مخکښے خبر وو چه خُدائے به غير يهُوديان په ايمان صادِق کړى، نو دَ اول نه ئے اِبراهيم ته دا زيرے واؤرولو چه :  ”ستا په وسيله به ټول قومُونه برکت بيا مُومى.“