Galatians 4:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ چرې مونږ په دې مثال پوهه شُو، دا دواړه ښځې د خُدائ پاک هغه دوه لوظونه ښکاره کوى. اوله ښځه چې هاجِره نوميږى چې هغه د سينا د غرۀ په مثال ده چرته چې خلقو ته شريعت مِلاو شو او هغه يې غلامان کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا شیان کولای شو چې د یو مثال په توګه بیان کړو: دا دوه ښځې د خدای د دوه لوظونو ښودونکي دي. یوه یې هاجره ده چې د سینا د غره په مثال ده او اولادونه به یې غلامان وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا يو مِثال دے اَؤ دا دوه ښځے دَ دوؤ لوظُونو په مِثال دى، يوه چه دَ سينا په غرۀ کړے شوے وه چه غُلامان پيدا کوى، اَؤ هاجره ئے نُوم دے.