Galatians 4:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو ولې اوس تاسو خُدائ پاک وپېژندلو، بلکې اوس خُدائ پاک تاسو وپېژندلئ، نو بيا تاسو خپلو هغه کمزورو او بې‌فائدې اولنو دُنياوى اصُولو ته ولې راګرځئ؟ او ولې ځان بيا د هغوئ غلام جوړول غواړئ؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو اوس چې تاسو خدای پېژنئ او یا باید ووایم چې خدای تاسو پېژني، نو بیا څنګه کولای شئ چې بېرته هغو کمزورو او بې ګټې دنیاوي اصولو ته وروګرځئ؟ ولې غواړئ چې یوځل بیا د هغو شیانو غلامان شئ؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو اوس تاسو خُدائے وپيژندلو بلکه خُدائے تاسو وپيژندلئ، نو بيا دَ هغه زړو اَؤ بے ځايه اولنو خبرو پلو څنګه ورګرزئ، چه دَ هغوئ بيا غُلامى کول غواړئ؟