Galatians 5:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو زما وروڼو او خوېندو، ترڅو چې زما خبره ده کۀ زۀ تر اوسه د سنتېدلو پېغام ورکوم چې داسې کول ضرورى دى، نو بيا زۀ ولې تر اوسه زورَولے کېږم؟ کۀ ما د مسيح د سولۍ په وسيله د خلاصون تعليم نۀ وے ورکړے، نو څوک به هم خفه شوى نۀ وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای خویندو او ورونو! د خپل ځان په هکله باید ووایم، که زه تر اوسه د سنتېدلو په هکله وعظ کوم چې دا کار ضروري دی، نو بیا ولې تر اوسه ځورول کېږم؟ که چېرې هغه رښتیا وو، نو بیا به هېڅوک د مسیح د صلیب په هکله زما په وعظ خفه شوی نه وای.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما ورُوڼو! که زَۀ تر اوسه دَ سُنتيدو پيغام ورکوم نو بيا تر اوسه عذابولے ولے شوم؟ په هغه صُورت خو دَ عيسىٰ دَ سولئ دَ تيندک خبره هم نۀ وه.