Galatians 5:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای خویندو او ورونو! تاسو د دې دپاره رابلل شوي یئ چې ازاد اوسئ. خو د دې ازادۍ څخه یوازې د خپلو نفساني غوښتنو په خاطر کار مه اخلئ، بلکې په مینه د یو بل خدمت وکړئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما ورُوڼو! تاسو دَ آزادئ دَ پاره رابللى شوى يئ، خو دا آزادى خپل جسمانى شوقُونو دَ پاره مه اِستعمالوئ بلکه دَ مينے سره دَ يو بل خدمت کوئ.