Galatians 5:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه څۀ چې زمونږ د ګناه فطرت غواړى هغه د خُدائ پاک د روح خلاف دے، او څۀ چې د خُدائ پاک روح غواړى هغه د ګناه د فطرت خلاف دے، نو دا په خپلو کښې د يو بل خلاف دى، نو په دې وجه تاسو چې څۀ کول غواړئ هغه نۀ شئ کولے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې نفساني غوښتنې د روح القدس د غوښتنو په خلاف دي او څه چې روح القدس غواړي هغه د نفساني طبیعت په خلاف دي. له دې امله تاسو نه شئ کولای هرڅه چې مو زړه وغواړي هغه وکړئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه اِنسانى فطرت دَ خدائے دَ روح په خلاف خواهش کوى اؤ دَ خدائے روح دَ انسانى فطرت په خلاف، اَؤ دا دَ يو بل مُخالف دى دَ پاره دَ دے چه تاسو چه څۀ کول غواړئ، هغه کولے نۀ شئ.