Galatians 5:21 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بُغض، نشې، مستى او د دې په شان نور ګناهونه. زۀ تاسو ته بيا خبردارے درکوم لکه څنګه چې ما تاسو ته وړاندې درکړے وو، هغه څوک چې داسې کارونه کوى نو هغوئ به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بخیلي، نشه، مستي او داسې نور. زه تاسو ته بیا خبرداری درکوم لکه څنګه چې مخکې مې هم درکړی ؤ، څوک چې داسې کارونه کوي د خدای د پاچاهۍ په میراث کې به برخه ونه لري.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.