Galatians 5:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه کله چې مونږ په عیسی مسیح باندې ایمان ولرو، نو سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده. کوم شی چې مهم دی هغه ایمان دی چې ځان نورو ته په مینه کې څرګندوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ څوک چه دَ مسيح عيسىٰ سره يووالے لرى، دَ هغۀ نۀ خو سُنتيدل څۀ معنىٰ لرى اَؤ نۀ نا سُنتيدل، خو دَ هغۀ ايمان چه په مسيح دے، دَ فائدے خبره ده اَؤ ايمان دَ مينے په وسيله ښکارى.