Galatians 6:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای خویندو او ورونو! که چېرې څوک په کومې ګناه کې راګېر شي، نو تاسو چې روحاني خلک یئ، هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته راوګرځوئ. په خپلو ځانونو باندې پام کوئ، که نه، نو تاسو به هم وسوسه شئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَئے ورُوڼو! که څوک په څۀ قصُور کښے ونيولے شى نو تاسو چه دَ رُوحُ القُدس په هدايت چليږئ هغه په عاجزئ سره په ځائے کړئ، اَؤ خپل خيال هم ساتئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزے