Galatians 6:14 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو خدای دې نه کړي چې زه دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د صلیب څخه پرته په کوم بل شي باندې ویاړ وکړم. ځکه چې د هغه د صلیب په وسیله نړۍ زما دپاره مړه شوه او زه د نړۍ دپاره.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو خُدائے دِ نۀ کړى چه زَۀ په څۀ څيز فخر وکړم بغير دَ عيسىٰ مسيح دَ سولئ نه، چه په هغے دُنيا زما په نزد په سولئ شوله اَؤ زَۀ دَ دُنيا په نزد.