Galatians 6:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
څوک چې د خپلې ګناه د فطرت په مطابق څۀ وکَرى نو هغوئ به د تباه کېدو فصل وريبى، او څوک چې د روحُ القُدس د خوشحالولو په مطابق ژوند وکړى نو هغوئ به د روحُ القُدس نه د ابدى ژوند فصل وريبى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو څوک چې د خپلو نفساني غوښتنو په کرونده کې کوم څه وکري، نو د هغه څخه به د مرګ حاصل راټول کړي او څوک چې د روح القدس د خوشحالولو دپاره کوم څه وکري، نو د هغه روح القدس څخه به د تلپاتې ژوندون حاصل راټول کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که چرے هغه په خپل اِنسانى فطرت کښے څۀ وکرى نو هغه به دَ دے نه دَ فنا کيدو فصل وريبى، اَؤ که چرے هغه دَ خُدائے په رُوح کښے څۀ وکرى نو هغه به دَ خُدائے دَ رُوح نه دَ تل ژوندُون وريبى.