Hebrews 1:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه د خدای د جلال ښکاره کوونکی او د هغه د کامل ذات تصویر دی او هغه ټول کاینات د خپل کلام د قدرت په وسیله ساتي. کله چې هغه خلکو ته د خپلو ګناهونو څخه د بخښنې لاره جوړه کړه، نو هغه په اسمان کې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته کښېناست.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.