Hebrews 10:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې شريعت صرف د راتلونکو ښو څيزونو سورے دے او د هغه حقيقى څيزونو اصلى شکل نۀ دے، او کومې قربانۍ چې هر کال بېناغې کولے شى دا کله هم هغه خلق کاملولے نۀ شى څوک چې د خُدائ پاک عبادت کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د موسی شریعت د راتلونکو ښو شیانو یوازې یو تصویر دی او د هغو شیانو رښتینی شکل نه دی. دغه شریعت چې د هغه له مخې کومې قربانۍ چې هر کال به وړاندې کېدلې، هېڅکله نه شو کولای هغه خلک کامل کړي چې د خدای عبادت یې کاوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه شريعت چه په کښے دَ راتلُونکو ښو څيزُونو عکس دے اَؤ دَ هغه څيزُونو اصلى شکل نۀ دے، دَ هغه يو قِسم قُربانو په وجه کُومے چه کال په کال بے ناغے پيش کولے شى، خُدائے ته نزدے راتلُونکى خلق هيڅ کله هم کامل کولے نۀ شى.