Hebrews 10:23 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
راځئ چې هغه هیله چې مونږ پرې اقرار کوو ټینګه وساتو، ځکه چا چې زمونږ سره وعده کړې ده، هغه وفادار دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دے حالت کښے چه دَ کُوم اُميد چه مُونږ اِقرار کوُو هغه اُميد به ټينګ ونيسُو ځکه چه خُدائے په خپل لوظ پُوره کولو کښے وفادار دے.