Hebrews 10:30 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې مونږ هغه پېژنو چا چې فرمائيلى دى چې، ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم،“ او بيا دا چې، ”مالِک به د خپل اُمت عدالت کوى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه مونږ پوهېږو چې خدای وویل: بدل اخیستل زما کار دی، زه به بدل اخلم. او همدارنګه هغه وویل: څښتن به د خپلو خلکو په هکله قضاوت کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه مُونږ هغه پيژنُو چا چه فرمائيلى دى چه :  ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زَۀ آخلم“ اَؤ بيا دا چه ”مالِک به دَ خپل اُمت عدالت کوى.“