Hebrews 10:34 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د قېديانو سره تاسو همدردى وکړه، او تاسو د خپل مال لوټ کېدل په خوشحالۍ سره منظور کړل، ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تاسو د بندیانو سره چې په زندان کې وو، خواخوږي لرله او کله به چې ستاسو مال او دولت ستاسو نه په زور اخیستل کېده، نو په خوشحالۍ سره به مو منل، ځکه چې تاسو پوهېدلئ چې تاسو سره له دې نه ډېر ښه او تلپاتې مال او دولت شته.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه تاسو دَ قيديانو سره همدردى هم وکړه، اَؤ دَ خپل مال لوټ کيدل مو هم په خوشحالئ سره منظُور کړل، په دے پوهه وئ چه تاسو سره يو غوره اَؤ دَ تل ميراث دے.