Hebrews 11:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ټول خلک مړه شول، خو تر مرګه پورې په خپل ايمان کې پاتې شول، که څه هم هغوی هغه څه تر لاسه نه کړل چې وعده ورسره شوې وه. هغوی هغه شیان د لېرې څخه ولیدل، خو بیاهم خوشحاله وو او اقرار یې وکړ چې دوی په دې دنیا کې پردي او مسافر دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا ټول دَ ايمان په حالت کښے مړۀ شول اَؤ هغه دَ لوظ په مُطابق څيزُونه ئے لا نۀ وُو مُوندلى، خو دَ لرے نه ئے په ليدلو خوشحاله شول اَؤ اِقرار ئے وکړو چه مُونږ په مزکه بے وطنه اَؤ مُسافر يُو.