Hebrews 11:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو هغوی د یو ډېر ښه ځای یعنې اسماني وطن په لټه کې وو. نو له همدې امله خدای په دې نه شرمیږي چې د هغوی د خدای په نوم یادیږي، ځکه چې د هغوی دپاره یې یو ښار تیار کړی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو په حقيقت کښے هغوئ دَ يو غوره، يعنے دَ آسمانى مُلک طمعه دار وُو، اَؤ خُدائے دَ هغوئ نه نۀ شرميږى چه دَ هغوئ خُدائے وبللے شى، ځکه چه هغوئ ته ئے يو ښار تيار کړو.