Hebrews 11:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ابراهیم په دې فکر ؤ چې خدای کولای شي اسحاق د مرګ نه بېرته راژوندی کړي، نو خدای ابراهیم ته خپل زوی هماغسې بېرته ورکړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ اِبراهيم دا باور وو چه خُدائے اِسحاق له مړو نه بيا دَ ژوندى کولو قُدرت لرى، نو داسے اِبراهيم اِسحاق له مړو نه بيا ژوندے ومُوندلو.