Hebrews 11:34 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د اور تاو يې بند کړو، او د تُورې د مخ نه بچ شول. هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د اور لمبې یې مړې کړې او د تورې د خولې نه خلاص شول. هغوی کمزوري وو، خو قوي شول. په جنګ کې زورور شول او د پردیو لښکرې یې تېښتې ته مجبورې کړې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ اور تاؤ نه ئے بچ کړو، دَ تُورے له مخ نه بچ شول، په کمزورتيا کښے زړۀ ور شول، په جنګ کښے بهادران شول، دَ غيرو فوځونه ئے وتښتول.