Hebrews 11:37 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی سنګسار شول، په ارې باندې نیم کړای شول او په تورو باندې یې مړه کړل. هغوی د پسونو او وزو پوستکي اغوستي وو او د ډېرې غریبۍ، ظلم او کړاوونو له امله سرګردانه وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
سنګسار ئے کړل، په آرۀ وڅيرلے شول، په تُورو ئے مړۀ کړل، دَ ګډو بيزو څرمنے ئے آغوستے وے، په مُحتاجئ، په مُصيبت، دَ بد سلُوکئ په حالت کښے سر وهلى بروهلى ګرزيدل.