Hebrews 11:5 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکې آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ونۀ موندلو ځکه چې خُدائ پاک هغه بره اوچت کړے وو، ځکه چې د هغۀ د پورته کېدو نه مخکښې دا ګواهى ورکړے شوه چې د هغۀ نه خُدائ پاک راضى دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د ایمان په وسیله ؤ چې خنوخ مړ نه شو او اسمان ته پورته کړای شو او هېچا هغه پیدا نه کړ، ځکه چې خدای هغه پورته یووړ. مخکې له دې چې هغه پورته یووړل شي، د خدای کلام د هغه په هکله شاهدي ورکوي چې خدای د هغه څخه راضي ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکه آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ته ښکاره نۀ شو ځکه چه خُدائے هغه پورته اُوچت کړے وو، اَؤ دَ هغۀ دَ پورته کيدو نه مخکښے دَ هغۀ په باب کښے دا ګواهى ورکړے شوه چه هغه دَ خُدائے خوښ شوے وو.