Hebrews 11:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د نوح د ایمان په وسیله ؤ چې هغه ته د هغو شیانو په هکله خبرداری ورکړل شو چې لا تر هغه وخته نه وو پېښ شوي. هغه اطاعت وکړ او د خپلې کورنۍ د ژغورلو دپاره یې یوه لویه کشتۍ جوړه کړه. هغه د خپل ایمان له لارې دنیا محکومه کړه او د ایمان له مخې عادل وګڼل شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ ايمان په وسيله نُوح دَ هغه څيزُونو په باب کښے چه تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت ومُوندو اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے ئے دَ خپلے کورنئ دَ بچ کولو دَ پاره کِشتئ جوړه کړه. هغۀ دَ خپل ايمان په سبب ټوله دُنيا مجُرمه کړه اَؤ دَ هغه صداقت وارث شو چه دَ ايمان په سبب وو.