Hebrews 11:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې خدای ابراهیم ته امر وکړ چې خپل کور پرېږدي او هغه ځای ته لاړ شي چې خدای به یې ورته د میراث په توګه ورکړي، د ایمان په وسیله ؤ چې هغه اطاعت وکړ او بې له دې چې پوه شي چېرته ځي، د خپل وطن نه ووت.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ ايمان په سبب هر کله چه اِبراهيم وبللے شو اَؤ حُکم ئے ومنلو نو هغه ځائے ته لاړو کُوم چه ئے په ميراث آخستُونکے وو، اَؤ سره دَ دے چه دا ورته معلُومه نۀ وه چه چرته روان دے خو بيا هم له خپل وطن نه روان شو.