Hebrews 12:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خپلې سترګې د عیسی یعنې زمونږ د ایمان د بنیاد ایښودونکي او کامل کوونکي خواته ونیسو. هغه په صلیب باندې د مړ کېدلو شرم وزغملو خو شرم یې مهم ونه ګڼلو، ځکه چې په دې پوهېده چې په دې کار سره به هغه په راتلونکې کې خوشحاله وي او اوس هغه د خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ ايمان بانى اَؤ کاملوُونکى عيسىٰ ته وګُورو چه دَ هغے خوشحالئ په ځائے چه دَ هغۀ دَ نظر دَ وړاندے وه، دَ شرمندګئ پرواه ئے ونۀ کړه خو دَ سولئ تکليف ئے وزغملو اَؤ دَ خُدائے دَ تخت په ښى لاس کښيناستو.