Hebrews 12:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو پام کوئ چې د هغه چا نه انکار ونه کړئ چې تاسو ته خبرې کوي. کله چې خلکو د هغه د اطاعت کولو نه انکار وکړ چې د ځمکې نه یې هغوی ته خبرې کولې او تېښته یې ونه کړه، نو که تاسو د هغه چا نه انکار وکړئ چې د اسمان نه ستاسو سره خبرې کوي، نو فکر کوئ چې تاسو به وکولای شئ وتښتئ؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو پس خبردار شئ چه له هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ چه تاسو ته کلام کوى. هغه خلقو ته چه دَ خُدائے کلام په مزکه آؤرولے شو، چه هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول. نو هغه پيغام چه له آسمان نه آؤرولے کيږى که له هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟