Hebrews 12:26 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د خُدائ پاک آواز هغه وخت زمکه ولړزوله خو اوس هغۀ دا لوظ کړے دے چې، ”اوس يو ځل بيا به زۀ يواځې زمکه نه، بلکې آسمان هم ولړزوم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هغه وخت کې د خدای اواز ځمکه ولړزوله، خو اوس هغه وعده کړې ده: «یوځل بیا به زه یوازې ځمکه نه بلکې اسمان هم ولړزوم.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ خُدائے آواز خو هغه وخت مزکه ولړزوله خو اوس ئے دا لوظ کړے دے چه :  ”يو ځل به بيا زَۀ يواځے مزکه نه، بلکه آسمان هم ولړزوم.“