Hebrews 12:27 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هغۀ د ”يو ځل بيا“ الفاظ دې ته اِشاره کوى چې خوځېدونکى څيزونه به ختم شى، او نۀ خوځېدونکى څيزونه به پاتې شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغه دا خبره یعنې «یوځل بیا» دې ته اشاره کوي چې هغه شیان چې خلق شوي دي هغه به ولړزول شي، ترڅو نه لړزېدونکي شیان پاتې شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هغۀ ”وئيل يو ځل بيا“ دا خبره څرګندوى چه پيدا شوى څيزُونه چه لړزولى شى، به تير شى چه ناخوځيدُونکى څيزونه پاتے شى.