Hebrews 12:7 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائ پاک تاسو سره د زامنو په شان سلوک کوى. پلار د هر يو زوئ تنبيه کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تاسو اصلاح وزغمئ، ځکه چې دا زغم دا ښایي چې خدای تاسو سره د خپلو اولادونو په شان چلند کوي. ایا تاسو کله داسې اولاد لیدلی دی چې د خپل پلار له خوا اصلاح شوی نه وي؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائے درسره دَ زامنو په شان سلُوک کوى. هغه کُوم يو زوئے دے چه پلار ئے تنبيه نۀ کوى؟