Hebrews 13:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
مشر اِمام د ځناورو وينه زيات مقدس ځائ ته د ګناه د کفارې په طور وړى، خو د هغوئ لاشونه د خېمې نه بهر سوزولے شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې لوی کاهن به د حیواناتو وینه د ګناه د قربانۍ په توګه ډېر سپېڅلي ځای ته وړله، خو د هغوی مړي د کمپ نه دباندې سوځول کېدل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ کُومو ځناورو وينه چه مشر کاهن پاکترين مقام ته دَ ګُناه دَ کِفارے دَ پاره وړى، دَ هغوئ وجُودُونه دَ خيمه ګاه نه بهر سوزولے کيږى.