Hebrews 13:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د خپلو مشرانو خبره اورئ او د هغوئ د حُکم تابعدارى کوئ ځکه چې هغوئ ستاسو په روحانى ژوند نظر ساتى او خُدائ پاک به د هغوئ په خپله تپوس کوى، نو هغوئ دې خپله ذمه وارى په خوشحالۍ او بېشکايته سر ته رسوى، هسې نه چې تاسو ته د دې نه څۀ فائده مِلاو نۀ شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د خپلو مشرانو اطاعت کوئ او څه چې درته وایي هماغسې کوئ. هغوی په تاسو باندې پام کوي او خدای ته به حساب ورکوي. نو پرېږدئ چې هغوی دا کار په خوشحالۍ سره وکړي، نه په خفګان. که نه، نو تاسو ته به یې ګټه ونه رسیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ خپلو مشرانو خبره منئ اَؤ دَ حُکم تابعدارى ئے کوئ ځکه چه هغوئ ستاسو دَ رُوحُونو دَ فائدے دَ خاطره دَ هغوئ په شان بيدار اوسى چا ته چه به حساب ورکول وى، دَ پاره دَ دے چه هغوئ په خوشحالئ دا کار وکړى نۀ چه په خفګان، ځکه چه په داسے حال کښے به ستاسو دَ پاره هيڅ فائده نۀ وى.