Hebrews 13:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره په خپلو ټولو ښو کارونو کې تیار کړي او د عیسی مسیح په وسیله دې په مونږ کې هغه کارونه وکړي چې هغه پرې خوشحالیږي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اوس هم هغه خُدائے تاسو په هره خبره کښے تيار کړه چه دَ هغۀ مرضى پُوره کړئ، اَؤ هر څۀ چه هغه خوښوى دَ عيسىٰ مسيح په وسيله هم هغه په مُونږ کښے پيدا کړى. دَ هغۀ حمد و ثنا دِ تل تر تله وى. آمين.