Hebrews 13:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
قېديان داسې يادوئ لکه چې تاسو ورسره په قېد کښې يئ، او چې د چا سره بد سلوکى کيږى، هغوئ داسې ګڼئ لکه چې تاسو سره په خپله بد سلوکى شوى وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه کسان چې په زندان کې دي داسې یادوئ لکه چې تاسو ورسره په زندان کې یئ. هغه کسان در په یادوئ چې ظلم ورسره کیږي، نو داسې وګڼئ لکه تاسو چې کړاوونه وینئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
قيديان هم داسے يادوئ لکه چه تاسو ورسره په قيد کښے يئ، اَؤ چه دَ چا سره بد سلُوکى کيږى، هغوئ هم ياد لرئ ځکه چه تاسو هم وجُود لرئ. اَؤ تاسو سره هم داسے بد سلُوکى کيدے شى.