Hebrews 13:7 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خپل مشران ياد ساتئ، چا چې تاسو ته د خُدائ پاک کلام بيان کړو. د هغوئ د ژوند د طريقو نتيجو ته غور وکړئ او د هغوئ د ايمان سره سيالى کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خپل مشران چې تاسو ته یې د خدای کلام بیان کړ، په یاد ساتئ. د هغوی د ژوند د لارو او څرنګوالي په هکله فکر وکړئ او د هغوی ایمان د ځان دپاره مثال وګرځوئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
څوک چه ستاسو مشران وُو اَؤ چا چه تاسو ته دَ خُدائے کلام واؤروو، هغوئ ياد ساتئ اَؤ دَ هغوئ دَ ژوند په اَنجام غور وکړئ اؤ داسے ايمان ولرئ لکه چه هغوئ لرلو.