Hebrews 13:9 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هر قسم او مختلف تعليمونو په وجه بېلارې کېږئ مه، ځکه چې دا ښۀ ده چې زړۀ په فضل مضبوط شى، نۀ د هغه خوراکونو په اصُولو کومو چې هغوئ ته څۀ فائده نۀ ده ورکړى چا چې دا منل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هر ډول عجیبه تعلیمونو له امله مه بې لارې کېږئ. دا ښه ده چې زمونږ زړونه د خدای په فضل باندې قوي شي، نه په مذهبي قوانینو پورې تړلي خوړو باندې، ځکه کوم خلک چې دا قانون په مخ وړي هېڅ ګټه ورته نه رسیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ مُخلتف اَؤ عجيبه تعليم نه بے لارے کيږئ مه، ځکه چه دا ښۀ ده چه زړۀ په فضل مظبُوط شى، نۀ چه په هغه خوراکُونو دَ کُومو اِستعمالوُونکو چه هيڅ فائده نۀ وه مُوندلے.