Hebrews 2:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو خدای دا مناسب وګڼل چې د خالق په توګه چې ټول شیان د هغه دي او د هغه دپاره دي، ډېر زامن جلال ته ورسوي. نو هغه عیسی چې د هغوی د خلاصون د لارې جوړوونکی دی، د کړاوونو په زغملو سره کامل کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ پاره دى اَؤ چه دَ خُدائے په وسيله ټول څيزُونه دى نو هغۀ له هم دا مُناسب وُو چه هر کله چه ډير زامن په جلال کښے داخل کړى نو دَ هغوئ دَ خلاصُون بانى، يعنے عيسىٰ، دَ تکليفُونو په وسيله کامل کړى.