Hebrews 2:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے او هر څۀ دې د هغۀ د پښو لاندې کړى دى.“ نو چې خُدائ پاک ټول څيزونه د هغوئ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسې پرې نۀ ښودلو چې هغه يې د هغۀ تابع کړے نۀ وى، خو مونږ تر اوسه ټول څيزونه د هغۀ تابع نۀ وينو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تا ورکړی واک او اختیار هغوی ته ټولو شیانو باندې دی اوس چې خدای هرڅه د هغوی تابع کړي دي، نو دا ښکاره ده چې نور هېڅ داسې شی پاتې نه دی چې د هغوی په اختیار کې نه وي، خو تر اوسه مونږ نه وینو چې هرڅه د انسان په اختیار کې وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ تا ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع اَؤ دَ پښو لاندے کړى دى.“ نو بيا چه په کُوم شان هغه ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسے پرے نۀ ښودو چه هغه ئے دَ هغۀ تابع کړے نۀ وى، خو مُونږ تر اوسه ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع نۀ وينُو.