Hebrews 4:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بې‌شکه چې د خُدائ پاک کلام ژوندے او اثرناک او د هرې دوه مخيزې تُورې نه زيات تېرۀ دے، هغه د انسان د روح او ځان نه تېريږى او جوړونه د پلو نه جدا کوى او د زړۀ د خيالونو او ارادو جاج اخلى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې د خدای کلام ژوندی او اغېزناک دی او د هرې دوه مخې تورې نه ډېر تېره دی. هغه د انسان روح او نفس، بندونو او د هډوکو مغزو ته ورننوځي او د انسان نیت او د زړه خیالونه ښکاره کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ خُدائے کلام ژوندے اَؤ اثرناک اَؤ دَ هرے يوے دوه مخے تُورے نه زيات تيرۀ دے، چه دَ اِنسان دَ ځان اَؤ رُوح نه تيريږى اَؤ اَندام اَندام اَؤ مغز مغز جُدا کوى اَؤ دَ زړۀ په خيالُونو اَؤ اِرادو تحقيق کوى.