Hebrews 5:7 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عیسی د ځمکې په مخ ژوند کاوه، نو په ډېرو چیغو او اوښکو تویولو سره خدای ته چې په دې قادر ؤ هغه د مرګ نه وژغوري، دعاګانې او زارۍ وکړې او دعاګانې یې قبولې شوې، ځکه چې هغه په پوره توګه خپل ځان خدای ته سپارلی ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
څۀ وخت چه عيسىٰ په مزکه ژوند تيرولو نو هغۀ په زوره زوره چغے کړے اَؤ اوښکے ئے بهيدلے، خُدائے ته ئے دُعا ګانے اَؤ زارئ وکړے چا چه هغه له مرګ نه بچ کولے شو، اَؤ خُدائے ترسئ اَؤ دَ ځان وقف کولو په وجه خُدائے دَ هغۀ واؤريدو.