Hebrews 6:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې خُدائ پاک بې‌اِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای بې انصافه نه دی. هغه به ستاسو کار او هغه مینه هېره نه کړي چې د هغه د نوم سره مو د هغه خلکو ته په خدمت کولو سره چې اوس یې هم کوئ ښودلې ده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه خُدائے بے اِنصافه نۀ دے چه هغه ستاسو کار اَؤ هغه مينه هيره کړى چه دَ هغۀ دَ نُوم دَ خاطره مو داسے ظاهره کړه چه دَ پاکانو خدمت مو وکړو اَؤ کوئ ئے هم.