Hebrews 6:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دلته دا دوه شیان دي چې نه بدلېدونکي دي، ځکه چې دا ناشونې ده چې خدای د هغو په هکله دروغ ووایي. نو مونږ چې هغه ته پناه وړې ده په ډېرې زړورتیا سره هغه هیله ټینګه ساتو چې زمونږ په وړاندې موجوده ده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چُنانچه دَ خُدائے لوظ اَؤ دَ خُدائے قسم دوه داسے څيزُونه دى چه بدليدے نۀ شى ځکه چه دَ هغوئ په باب کښے خُدائے دروغ نۀ شى وئيلے. اوس چه مُونږ په هغۀ کښے پناه واخسته، ډيره په زړه ورتيا سره هغه اُميد نيولے شُو چه زمُونږ په مخکښے کيښودے شوے دے.