Hebrews 7:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِکصِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا د لاویانو د کاهنتوب په وسیله ؤ چې د اسراییلو خلکو ته شریعت ورکړل شوی ؤ. نو که چېرې د لاوي کاهنانو کار پوره شوی وای، نو بیا د بل کاهن راتللو ته څه اړتیا وه چې د ملک صدق په شان وي، نه د هارون په شان.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بيا دَ لاوى کاهنانو په طريقه قوم ته شريعت ورکړے شوے وو اَؤ که دَ هغۀ دَ طريقے په مُطابق دَ قوم خلق کامل کيدے شول نو دَ دے حاجت نۀ وو چه بل قِسم کاهن مقرر کړے شى، يعنے داسے کاهن چه دَ ملکِ صِدق په طريقه وى اَؤ دَ هارون په طريقه نۀ وى.